د کورنیو چارو وزارت وایي د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې ښار په بېلابېلو برخو کې لسګونه امنیتي کمرې نصب او په رسمي ډول پرانیستل شوې.
ددغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې کامرې ددې وزارت د تامیناتي چارو د معینیت په همکارۍ نصب شوې.
مسؤلینو د خپلو خبرو پر مهال، د امنیتي کمرو نصبول د امنیت د تامین او د احتمالي امنیتي او جنايي پېښو د مخنیوي په لاره کې یو مهم ګام وباله .
دوۍ له خلکو وغوښتل چې د امنیت د تامین ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي او د هېواد په ابادۍ کې خپل مسؤلیت ترسره کړي.
سرچینه : شرق نیوز

