د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ مالي کال په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۱.۳ میلیارد ډالرو څخه ۳۵۸ میلیونه ډالرو ته راټیټه شوې ده.
د راپور له مخې، د نښتو له امله د تورخم، چمن، غلامخان، خرلاڅي او انګور اډې سوداګریزو لارو تړل کېدو د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ او د توکو پر لېږد منفي اغېز کړی دی.
دغه وضعیت سوداګر، ټرانسپورټي شرکتونه، د درملو صنعت او د فرضي کرښې اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کړي دي.
د ډان ورځپاڼې په وینا، پاکستان له افغانستان او هند سره د سوداګرۍ ترڅنګ، له ایران سره هم سوداګري ځنډولې ده.
د راپور له مخې، د دې اقدام موخه له امریکا څخه د امتیازاتو ترلاسه کول او پر ایران د اقتصادي فشار زیاتول دي.
کارپوهان وایي، پاکستان له بېلابېلو هېوادونو سره سوداګري د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کاروي
سرچینه : شرق نیوز

