د کونړ ماڼوکې ولسوالۍ اړوند شوړیک دري اوسېدونکي د بیلابیلو ستونزو سره مخ دي.
د روغتیايي مراکزو . ښونځیو او مخابراتي خدماتو نشتون . او د سړک خرابوالی هغه لوي ستونزي دي چې په شوړیک دره کې ورسره خلک مخ دي.
یاده دره چې د ولسوالۍ څخه نیږدي ۱۶ کیلو متره وړاندي فاصله لري نیږدي ۲ زره او ۵ سوه کورنۍ پکې ژوند کوي .
ځايي اوسېدونکو شرق راډیو ټلویزیون ته ویلي په تیرو ۲۰ کالو کې ورته هیڅ د بیارغوني کار ندی شوی
په ورته مهال کې مسولین بیا وايي د ولس د ستونزو خبر دي او په دغه اړه يي خپل اقدامات کړي او هڅي يي رواني دي
کونړ یو غرنۍ ولایت دی چې ډیری خلک يې په غرونو کې اوسېږي . هلته مېشت وګړي د ژوند د بیلابیلو ستونزو سره مخ دي .
راپور : پرویز مومند

