د هند په ختیځ کې د کلکتې ښار په شمالي برخه کې د هندوانو د «درګا پوجا» مذهبي مراسمو پر مهال د ګڼې ګوڼې له امله د خلکو د تر پښو لاندې کېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۷ کسان مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، پېښه د شنبې په ماښام د سخت باران او ګڼې ګوڼې پر مهال رامنځته شوې ده.
د مراسمو ځای ته د ننوتلو او وتلو پر لارو د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله ګډونوال وارخطا شوي او یو شمېر کسان تر پښو لاندې شوي دي.
ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي او سیمهییزو چارواکو د پېښې په اړه د څېړنو د پیل خبر ورکړی دی.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د پېښې له امله خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
د نوموړي دفتر د وژل شویو کسانو د کورنیو لپاره د دوه لکه هندي روپیو او د هر ټپي لپاره د ۵۰ زره روپیو مرستې اعلان هم کړی دی.
سرچینه : شرق نیوز

