د افغانستان په چارو کې د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د روسیې لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک به د یو لوړ پوړي اقتصادي پلاوي په مشرۍ ډېر ژر له کابل لیدنه وکړي.
ضمیر کابلوف پرون د ټولیز امنیت تړون سازمان غونډه کې وویل، د دې سفر موخه د مسکو او کابل ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پراختیا ده.
کابلوف د کابل او مسکو ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالي ته په اشارې وویل، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه د تېر کال همدې مودې په پرتله دوه برابره زیاته شوې ده.
تر اوسه د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال د سفر کره نېټه نه ده په ډاګه شوې.
سرچینه : شرق نیو ز

