د اسلامي امارت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د ورځني کاري راپور له مخې، د جمعې په ورځ له پاکستان او ایران څخه ۱۹۵ کډوالې کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۹۵۵ تنو ته رسېږي، افغانستان ته راستنې شوې دي.
د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۳۳ کورنۍ او د سپین بولدک له لارې یوه کورنۍ هېواد ته راستنې شوې، په داسې حال کې چې د نیمروز د ورېښمو پل له لارې ۱۴۷ کورنۍ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۴ کورنۍ هم بېرته هېواد ته راستانه شوې دي.
راپور زیاتوي چې د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري یو شمېر راستنو شویو کورنیو ته بېلابېلو ولایتونو ته د تګ اسانتیاوې برابرې شوې او د ترانسپورټي کرایې په موخه ورسره مالي مرستې شوې دي.
همدارنګه، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یو شمېر کورنیو سره نغدي مرستې هم ترسره شوې دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري راستنو شویو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې، ښوونې او روزنې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هم معلومات او پوهاوی ورکړل شوی دی
سرچینه : شرق نیو ز

