د ۲۱۵ عزم قول اردو د اوومې سرحدي لوا شپږم کنډک منسوبینو د هلمند ولایت بهرامچې ولسوالۍ په پارم سیمه کې د ۳۸۰ کارټنه انساني درملو د قاچاق مخه نیولې ده.
یادې قول اردو ویلي، دغه درمل له پاکستان څخه افغانستان ته په ناقانونه او قاچاقي توګه لېږدول کېدل چې بهرامچې سیمه کې ونیول شول.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته راوړل شوي قاچاقي درمل نیولي او وروسته یې له منځه وړي دي.
سرچینه : شرق نیوز

