د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال او د افغانستان لپاره د دغه سازمان له ځانګړي استازي ډاکتر طارق علي بخیت سره په لیدنه کې د افغانستان د نړیوالو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
حنفي ویلي، د اسلامي امارت پالیسي دا ده چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او له نورو هېوادونو هم ورته تمه لري.
نوموړي له یاد سازمان غوښتي چې له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړي او د نشهیي توکو د مخنیوي لپاره د بدیل معیشت پروګرامونو ته زیاته پاملرنه وکړي.
بلخوا، طارق علي بخیت ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره به په بشري، ښوونیزو او روغتیايي برخو کې د دغه سازمان مرستې دوام ولري.
بخیت د نشهیي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه ستایلې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ ستونزې باید د خبرو او تفاهم له لارې حل شي.
سرچينه: شرق نيوز

