د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په پاکستان کې روان سیاسي، امنیتي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې د دغه هېواد ستونزې پر ټوله سیمه منفي اغېزې لرلی شي.
مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، پر افغانستان د پاکستان د کورنیو ناکامیو پړه اچول نه شي کولای د دغه هېواد ستونزې حل کړي.
نوموړي زیاته کړې، بېځایه تورونه لګول، د خبرو اترو د بهیرونو ګډوډول او د ستونزو پر حل د تبلیغاتو لومړیتوب ورکول د ناکام سیاست نښې دي.
د اسلامي امارت ویاند له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د خپلو کورنیو ستونزو د حل لپاره رغنده ګامونه پورته کړي.
هغه ټینګار کړی چې پاکستاني چارواکي باید د خپل هېواد د سیاستوالو او خلکو نظرونو ته درناوی وکړي او د هغوی حقونه خوندي وساتي.
مجاهد ویلي، د ستونزو د حل لپاره باید د تورونو او تبلیغاتو پر ځای رغنده اقداماتو او د خبرو اترو پر لارو چارو تمرکز وشي.
سرچينه: شرق نيوز

