د ټولګټو وزیر، ملا محمد عیسی ثاني، د یوه تخنیکي ټیم په ملتیا خوست او پکتیا ولایتونو ته سفر وکړ او د یو شمېر سړکونو او پلونو د رغنیزو او ډیزاین چارو بهیر یې وارزاوه.
د ټولګټو وزارت د ویاند په وینا، په دغو پروژو کې د پکتیا ـ خوست سړک، د خلبیسات او شمل کوټي پلونه، د یعقوبیو او زمبري سړکونه، د خوست متون ۸.۵ کیلومتره سړک، د زرګرانو سړک، د ګردېز ـ ډنډ پټان ۲۵ کیلومتره سړک او د لوګر سړک شامل دي. نوموړي د پکتیا ـ لوګر مسیر او د ازرې ولسوالۍ اړوند مسیر هم لیدلی دی.
وزیر د پروژو له مسؤلینو وغوښتل چې چارې په چټکۍ او غوره کیفیت ترسره کړي. قراردادي شرکتونو ژمنه وکړه چې پروژې به په ټاکلي وخت بشپړې کړي.
سرچينه: شرق نيوز

