د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې پر تخصصي زدهکړو بوختو افغان ډاکټرانو او د طب ځینو محصلانو ته امر کړی چې د اکتوبر تر لسمې نېټې پاکستان پرېږدي.
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر ویلي چې ټول هغه افغان ډاکټران چې په پاکستان کې تخصصي زدهکړې کوي، په روغتیايي مرکزونو کې کار کوي یا شخصي کلینیکونه لري، باید تر ټاکلې نېټې له دغه هېواده ووځي.
د دې پرېکړې له مخې، هغه افغان محصلان هم باید افغانستان ته ستانه شي چې قانوني اسناد نه لري، له اړوندې طبي شورا سره ثبت شوي نه دي یا یې د طب او غاښونو طب زدهکړې بشپړې کړې دي.
خو هغه افغان محصلان چې د پاکستان د حکومت په رسمي بورسونو زدهکړې کوي، د معتبرې ویزې، قانوني اسنادو او د کورنیو چارو وزارت د تایید په لرلو سره کولای شي خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
د پاکستان د طبي او غاښونو طب شورا د اکتوبر په اوومه پوهنتونونو ته لارښوونه کړې چې د افغان محصلانو د پاسپورټونو، ویزو او تحصیلي وضعیت معلومات د درېیو کاري ورځو په ترڅ کې ورولېږي.
همداراز، پوهنتونونه مکلف شوي چې د شرایطو وړ افغان محصلانو د ثبت بهیر د اکتوبر تر پنځلسمې بشپړ کړي او د حکومتي لارښوونو د پلي کېدو په اړه رسمي تعهدلیک وړاندې کړي.
د پاکستان حکومت تر بلې خبرتیا پورې په طبي او غیرطبي پوهنتونونو کې د افغان محصلانو نوې داخلې هم محدودې کړې دي.
سرچينه: شرق نيوز

