د ننګرهار د مرکزي ښاروالۍ مسوولينو د جلال اباد ښار په اوله ، دريمه ، څلورمه ،پنځمه او اومه ناحیه کې د دولس ميليونه افغانيو په ارزښت د سړک د منځ د ګلدانونو د نوي کولو او ترميم پروژې چارې پيل کړي.
خلک د دغه پروژو د پيل په اړه خوښي څرګندوي او د دوي په سيمو کې د نورو رغنيزو پروژو د پلي کيدو غوښتنه کوي.
په دغه پروژه کې په کار بوخت کارګر بيا خوښ دي چې د کار زمينه ورته برابره شوي ده.
د جلال اباد ښاروال همداراز د ښاري ماسټر پلان د تطبيق په موخه د پلي کيدونکي لغمان هډې له سړک د ليدنې پرمهال د جایدادونو له څښتنانو وغوښتل چې د دغه ډول مهمو پروژو په تطبيق کې دې ورسره همکاري وکړي.
د جلال اباد ښاريان بيا دغه پروژې خورا مهمې ګڼي.
د ښاروالۍ مسوولين وايي د ښار په بيلابيلو ناحيو کې پلي کيدونکو پروژو کې ګن شمير بې روزګارو ځوانانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
راپور : سباوون ساحل

