د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي د تحریک انصاف ګوند او حکومت ترمنځ د خبرو اترو د ناکامۍ مسوول بللی او خبرداری یې ورکړی چې د دې لاریون پر مهال د هر ډول ځاني تلفاتو مسوولیت به د هغه پر غاړه وي.
د عمران خان پلویان د پاکستان د پخواني لومړي وزیر د خوشې کېدو غوښتنه کوي.
دا لاریون په داسې حال کې پیل شوی چې د پاکستان حکومت او د تحریک انصاف ګوند پلویانو ترمنځ تاوتریخوالی او ترینګلتیا لا هم دوام لري.
سرچینه : شرق نیوز

