د ټولګټو وزارت وایي، د روان لمریز کال د وږي میاشتې په ترڅ کې د افغانستان له رېلپټلۍ ۷۹۰ زره او ۷۴۱ مټریک ټنه مالونه صادر او وارد شوي دي.
د وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي، له دې ډلې ۵۲۵ زره او ۶۶۸ ټنه د حیرتان بندر، ۶۴ زره او ۵۵۵ ټنه د اقینې بندر، ۵۸ زره او ۹۲۴ ټنه د تورغونډۍ بندر او ۱۴۱ زره او ۵۹۴ ټنه د خواف ـ هرات رېلپټلۍ له لارې انتقال شوي دي.
د حقشناس په وینا، په همدې میاشت کې ۳۷۴۴ ټنه ګاز لرونکي مشروبات، ممیز او معدني ډبرې هم صادرې شوې دي.
هغه وايي د رېلپټلۍ له لارې د انتقالاتو او صادراتو زیاتوالی د کاري فرصتونو او ملي عوایدو د ډېرېدو ترڅنګ د اقتصادي ثبات او ځانبساینې په برخه کې مهم رول لري
د ټولګټو چارو وزارت ویاند وايي حکومت هڅه کوي سوداګرو ته د انتقالاتو او سوداګرۍ لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
سرچینه : ټولګټو چارو وزارت

