د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال مهاجر فراهی پر کونړ او هلمند د پاکستاني ځواکونو د برید په غبرګون کې ویلي، چې په دغه برید کې د ملکي وګړو کورونه ویجاړ شوي او ګڼو کورنیو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
فراهی دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې د ملکي خلکو ویجاړ شوي کورونه اوس د هغو کړاوونو او دردونو یو څرګند انځور دی چې د سیمې اوسېدونکي ورسره مخ شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په پېښه کې ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړې چې د وژل شویو کسانو کورنۍ د خپلو عزیزانو پر مړینه د غم په ټغر ناستې دي، په داسې حال کې چې یو شمېر ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته انتقال شوي دي.
هېره دې نه وي، تر دې وړاندې هم د پاکستان له لوري د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم هوايي بریدونه ترسره کړ يدي .
راپور : مسعود عربزی

