د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړی او د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په استقامت د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د وسلهوالو عناصرو د اوښتو د هڅې په تړاو یې ورته قاطع اعتراض وړاندې کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په استقامت یو شمېر وسلهوالو عناصرو هڅه کړې وه چې د ډیورنډ کرښې له لارې د افغانستان خاورې ته واوړي او تخریبي فعالیتونه ترسره کړي؛ خو د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو یې د اوښتو مخه نیولې ده.
وزارت د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې د وسلهوالو عناصرو د جلبوجذب، روزنې او تجهیز په اړه اندېښنه څرګنده کړې او دغه اقدامات یې د افغانستان د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا له اصولو سره په ټکر کې بللي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ورته اقداماتو د دوام په صورت کې پاکستان ته د ناوړه پایلو د مسؤلیت په اړه هم خبرداری ورکړی دی.
سرچینه : بهرنیو چارو وزارت

