د پنجشېر د حصه اول ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو په یوه غونډه کې د اسلامي امارت ملاتړ څرګند او د پاکستان هوايي بریدونه یې وغندل
د غونډې ګډونوالو د پاکستان له لوري د نیابتي ډلو د ملاتړ په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ځوانان باید د ورته فعالیتونو ښکار نه شي.
د پنجشېر والي محمد آغا حکیم غونډې ته په وینا کې وویل، افغانستان نور د بهرنیو استخباراتي دسیسو لپاره ځای نه دی او افغانان باید د هغو کسانو له تبلیغاتو ځان وساتي چې د ده په وینا، ځوانان جګړو ته هڅوي.
نوموړي د نورستان د کامدېش ولسوالۍ وروستۍ پېښه هم یاده کړه او ویې ویل چې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو د نیابتي ډلو پر وړاندې اقدام کړی او پاتې کسان یې تر تعقیب لاندې دي.
د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د پنجشېر خلک د هېواد د دفاع په برخه کې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي او هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
چارواکو له ځوانانو وغوښتل چې د بهرنیو دسیسو تر اغېز لاندې رانشي او د هېواد د راتلونکي په اړه له هوښیارۍ او پاملرنې کار واخلي.
راپور : مسعود عربزی

