د ننګرهار د مرکزي ښار جلال اباد اوسیدونکي وايي په دې وروستیو کې له پاکستانه په جبر د افغان کډوالو د راویستلو سره په دغه ښار کې د کورونو کرایي د پام وړ لوړي شوې دي.
د دوي په وینا د پنځو زورو کور کرایه لس او د لسو زرو کرایه پنځلس زرو ته لوړه شوې ده .
دوي له حکومته غواړي چې د دغې ستونزې د حل په پار دې کوټلي داقدامات ترسره کړي.
په دغه ولایت کې د رهنماوو د اتحاديې مسوولین وايي چې د دغې ستونزې د حل په موخه يوه کال وړاندې د عدلېې ریاست تر چتر لاندې يو کمېسیون جوړ شوی ، چې دوي يې هم غړي توب لري او وخت ناوخت په ښار کې ګرځي او څارنه ترسره کوي.
د رهنماګانو د اتحاديې رييس وايي چې د تېر يوه کال په موده کې يې د ټاکل شوې لایحې تخښتي کوونکې يو شمېر رهنماګانې او هستوګنیزه مارکیټونه تړلي هم دي چې وروسته د يوه قوي تضمین په بدل کې بیرته خوشي شوي دي.
د یادونې وړ ده چې دغه کمېسیون د څو بیلابیلو ادارو د استازو جوړ دی چې اونۍ کې يوه ورځې د ښار په بیلابیلو ناحیو کې ګرځي او رهنماګانو اړوند اسناد څارئ.
د دغه کمېسیون غړي وايي د شکایتو شمېر يې هم خپرې کړي که څوک دغه ډول ستونزه ویني کمېسیون ته دې خبر ورکړي.
راپور : سباوون ساحل

