د کورنیو چارو وزارت وايي د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د خوست ولایت په شمل دوه منده ولسوالۍ کې یو کس د جعلکارۍ او د خلکو د دوکه کولو په تړاو نیولی دی.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، یاد کس د سرې میاشتې لپاره د مرستو په نوم له هټۍوالو نغدې پیسې راټولولې.
سرچینې زیاته کړې، چې نیولشوي کس به د پیسو ترلاسه کولو وروسته مرستهکوونکو کسانو ته د سرې میاشتې د رسمي مرستو په نوم جعلي رسیدونه او پارچې ورکولې.
کورنیو چارو وزارت لیکلي، چې نیولشوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی او یوه اندازه نغدې پیسې، جعلي پارچې او مهرونه هم ترې ترلاسه شوي دي.
سرچینه : شرق نیوز

