د هند د بهرنیو چارو وزارت پر کونړ او پکتیکا ولایتونو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې پر یوه خپلواک ګاونډي هېواد دا ډول بریدونه د سیمې سولې او امنیت ته ګواښ پېښوي.
د ياد وزارت ویاند رنډیر جېسوال ویلي، په بریدونو کې ملکي وګړو ته د مرګژوبلې اوښتو له امله هند د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او ټپیانو ته د ژر رغېدو هیله کوي.
جېسوال ټینګار کړی چې هند د افغانستان له خپلواکۍ، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د افغان ولس له هوساینې ملاتړ کوي.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هم له دې مخکې په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی او د کونړ او پکتیکا پر سیمو د هوايي بریدونو په اړه یې د اعتراض یادښت ورکړی و.
سرچینه : شرق نیوز

