هېواد کې په لومړي ځل پوهنتونونو ته د جذب په موخه له نابینایانو او ناشنوایانو ازموینه اخیستل کېږي.
د ازموینو عمومي ادارې ویاند ناصرخان شېرزی وايي، چې د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ به په ننګرهار، کابل، بلخ او هرات ولایتونو کې په ټاکلشویو ځایونو کې له نابینایانو او ناشنوایانو ازموینه واخیستل شي.
شېرزي زیاته کړې، چې د دې ازموینې ګډونوال به له بریالیتوب وروسته پوهنتون ته جذب شي او د لېسانس تر کچې به لوړې زدهکړې وکړي.
سرچینه : شرق نیوز

