د پنجشېر ولایتي چارواکي وایي د روان کال له پیل څخه تر اوسه پورې له ۴۵۰ زرو ډېر کورني او له ۵۰۰ څخه ډېر بهرني سیلانیانو د پنجشېر له طبیعي او تاریخي جاذبو څخه لیدنه کړې ده.
دچارواکو په وینا د روسي سیلانیانو یو لوی کاروان، چې ۷۰ کسان پکې شامل دي، په ۱۳ موټرو کې پنجشېر ته داخل شوی او ټاکل شوې چې د دغه ولایت له تفریحي سیمو او طبیعي ښکلاوو څخه لیدنه وکړي.
چارواکي وایي پنجشېر کې امن او ارام چاپېریال او د سیمهییزې ادارې له خوا د اسانتیاوو برابرول، دې ولایت ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د راتګ زمینه برابره کړې ده.
په وروستیو کلونو کې د اروپا، امریکا، منځني ختیځ او منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه یو شمېر سیلانیانو هم په ډلهییزه توګه له پنجشېر څخه لیدنه کړې ده..
له بلې خوا، د پنجشېر والي سیلانیان «د سولې سفیران» بللي او له هغوی یې غوښتي چې د افغانستان د وضعیت په اړه خپلې لیدنې او تجربې د خپلو هېوادونو له خلکو سره شریکې کړي او نړۍ ته د افغانستان د اوسني امنیت، ارامۍ او وضعیت په اړه واقعیتونه ورسوي.
د بهرنیو سیلانیانو ترڅنګ، په وروستیو ورځو کې ګڼ شمېر کورنیو سیلانیانو هم د پنجشېر له بېلابېلو سیمو څخه لیدنه کړې ده.
سیلانیان وایي چې له خپلو کورنیو او ملګرو سره په ډاډه زړه د دغه ولایت له طبیعي او تفریحي جاذبو څخه لیدنه کوي.
سرچینه : شرق نیوز

