د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خیبر پښتونخوا ایالت په کوهاټ ښار کې پر یوه جومات شوی برید په کلکو ټکو غندلی دی.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي، پر لمونځ کوونکو او سپېڅلو ځایونو برید یو نهتوجیه کېدونکی او د غندنې وړ اقدام بللی دی.
اسلامي امارت د یادې پېښې له امله د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د راپورونو له مخې، تېره ورځ د جمعې د لمانځه پر مهال د کوهاټ ښار پر یوه جومات برید شوی، چې شاوخوا ۱۰۰ تنو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.
سرچینه : شرق نیوز

