د نورستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې د کال لومړنۍ واورې د وریدو تصویرونه خپاره کړي دي.
تر اوسه د دوبي وروستۍ ورځې دي او افغانستان کې لا د مني یا خزان موسم نه دی پیل شوی، خو ختیځ نورستان ځېنې برخې بیا واورو پوښلي دي.
دا واوره نن پنجشنبه د نورستان په ځېنو سیمو کې شوې ده.
د اقلیمي بدلون یوه لویه نښه همدا بې وخته ورښتونه دي، شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې نورستان کې د تېزو بارانونو له امله سیلابونه راووتل چې د سر او مال درانده زیانونه یې واړول.
سرچینه : شرق نیوز

