د افغانستان د دفاع وزیر د ترکیې هېواد د ملي استخباراتو ادارې له رئیس، او د قطر هېواد د ملي امنیت شورا مرستیال او ملا پلاوي سره لیدلي دي .
دفاع وزرات لخوا په خپره شوې خبرپانه کې راغلي له مولوي محمد یعقوب مجاهد سره په دې ناستو کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، د امنیتي مسایلو او د سیمهییز امنیت او ثبات په اړه خبرې وشوې.
خبرپاڼه وایي ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او دفاعي اړیکو د لا پیاوړتیا پر اهمیت هم ټینګار وشو.
مجاهد په ورته مهال د قطر د ملي امنیت شورا مرستیال او مل پلاوي سره کتنه کې د دواړو هیوادونو په بېلابېلو برخو کې د دوستانه اړيکو د ټينګښت د دوام په اړه خبرې وکړې او دواړو لوریو د لا زیاتو همکاريو په هکله ډاډ ورکړ.
سرچینه : شرق نیوز

