د افغانستان او هند کرکټ ملي لوبډلې د درې شلاوریزو نړیوالو لوبو د لړۍ لپاره وروستي چمتووالی نیسي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه سبا، د سپټمبر په ۱۳مه، په نوي ډیلي کې د ارون جیټلي لوبغالي کې ترسره کېږي.
افغانستان د دې لړۍ کوربه لوبډله ده، که څه هم ټولې درې لوبې په هند کې ترسره کېږي.
د لړۍ دویمه او درېیمه لوبه به د سپټمبر په ۱۵مه او ۱۷مه ترسره شي.
د افغانستان په لوبډله کې د راشد خان، محمد نبي او رحمانالله ګربز په څېر تجربهکار لوبغاړي شته، او د هند لوبډله د شریاس ایر په کپتانۍ کې میدان ته وځي.
جسپریت بومرا هم د افغانستان پر وړاندې د شلاوریزې لړۍ لپاره په تمریناتو کې په بشپړ ډول برخه اخیستې ده.
بومرا د جمعې په ورځ په ډیلي کې تمرین وکړ او د توپاچونې پر مهال یې ښه فټنس او چټکتیا وښوده.
سرچینه : شرق نیوز

