د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وایي تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلامقلعې له لارو ۱۸۲ کورنۍ، چې ۹۳۷ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي
د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۸۶ کورنۍ، چې ۴۷۶ کسان کېږي، او له سپین بولدک څخه ۲۶ کورنۍ، چې ۱۳۷ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. همداراز له ورېښمو پل څخه ۵۶ کورنۍ، چې ۲۸۰ کسان کېږي، او له اسلامقلعې څخه ۱۴ کورنۍ، چې ۴۴ کسان کېږي، ثبت شوې دي.
د کمېسیون په وینا، ۱۲۱ کورنۍ، چې ۶۶۹ کسان کېږي، له سرحدي سیمو څخه بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.
د دغو کورنیو د ترانسپورټ لګښتونو لپاره شاوخوا ۶۱۶ زره او ۶۴۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
همداراز له ۱۲۵ کورنیو سره ټولټال یو میلیون او ۴۲ زره افغانۍ مالي مرسته شوې ده.
راستنېدونکو ته د خوراک، روغتیا او مخابراتو په برخو کې هم خدمات وړاندې شوي، چې په ترڅ کې یې ۴۸۱۶ وخته ډوډۍ، ۱۱۳ سیمکارتونه وېشل شوي او لږ تر لږه ۱۵۴۷ ناروغانو ته روغتیايي درملنه شوې ده.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، په نیمروز کې د ورېښمو پل له لارې ۱۰۶۲ نور مسافر هم هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچینه : شرق نیوز

