د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، کابل ښاروالۍ په تېر یوه کال کې د ښار له بېلابېلو ناحیو څخه ۲۶۵ زره او ۴۹۶ کیلوګرامه تاریختېر خوراکي توکي او کمکیفیته د مینځلو مواد راټول کړي دي.
د هغه په خبره، د دغو اقداماتو موخه د ښاریانو د روغتیا ساتنه او په کابل ښار کې د روغتیايي او چاپېریالي معیارونو پیاوړتیا ده.
نوموړي دغه څرګندونې «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» تر سرلیک لاندې د اتم مطبوعاتي کنفرانس پر مهال کړې دي.
د اسلامي امارت ویاند ویلي په همدې موده کې ۱۸۵ زره او ۹۲۲ کیلوګرامه تاریختېر خوراکي توکي له منځه وړل شوي او د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د ۲۹ زره او ۴۲۱ بېلابېلو صنفونو روغتیايي او چاپېریالي وضعیت ارزول شوی دی.
د اسلامي امارت وياند زياتوي چې ۹۷ زره او ۲۳۲ صنفي کارکوونکو ته یې د روغتیا او چاپېریال ساتنې په اړه روزنه ورکړې او د چاپېریالي اصولو د نه رعایت له امله یې ۵ زره او ۵۶۲ صنفونه تړلي دي.
د مولوي ذبيحالله مجاهد په وينا، دغه اقدامات د ښاریانو د روغتیا ساتنې، د کمکیفیته خوراکي توکو د مخنیوي او په ښار کې د روغتیايي او چاپېریالي معیارونو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوي دي.
سرچینه : شرق نیوز

