د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، تېره ورځ د تورخم، سپینبولدک، ورېښمنې پله او اسلامکلا له لارو ۱۹۱ کډوالې کورنۍ، چې ۸۸۶ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
د کمېسیون د دارالانشاء د ورځني راپور له مخې، له دغو راستنېدونکو کورنیو سره د ترانسپورټ، نغدو پیسو، خوراکي توکو او روغتیايي خدمتونو په برخو کې مرستې شوې دي.
د راپور له مخې، د ننګرهار د تورخم له لار ۷۷ کورنۍ چې ۴۱۳ کسان کېږي، راغلې او ۹۵ کورنۍ چې ۵۱۸ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې دي.
د کمېسیون په خبره، د دغو کډوالو د لېږد لپاره ۳۷۳ زره او ۲۳۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې او له ۱۱۶ کورنیو سره ۹۶۴ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.
همداراز، یو زر او ۷۴۶ وخته خواړه او ۸۲ سیمکارتونه وېشل شوي او په تورخم کې ۴۹۱ ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.
کمېسیون وایي، له راستنېدونکو کډوالو سره د روغتیايي، خوراکي او نورو اړینو خدمتونو ترڅنګ، د هغوی د ثبت، هرکلي، لېږد او ملاتړ بهیر په ټاکل شویو سیمو کې دوام لري.
سرچینه : شرق نیوز

