د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد، وايي چې افغانستان د سترو نړیوالو پانګونو د جذب لپاره چمتو دی.
خلیلزاد په کابل کې د افغانستان د کانونو وزارت او یوه سعودي شرکت ترمنځ د تړون د لاسلیک په مراسمو کې ویلي، دغه تړون ښيي چې افغانستان د سوداګرۍ او پراخو پانګونو لپاره په زیاتېدونکي ډول چمتو کېږي.
نوموړي ویلي، افغانستان له اوږدې مودې راهیسې د یوه مهم ځمکني دهلېز په توګه مطرح دی، چې د منځنۍ اسیا طبیعي سرچینې د جنوبي اسیا له لویو او مخ پر ودې بازارونو سره نښلوي.
خلیلزاد زیاته کړې چې افغانستان خپله هم پراخې طبیعي زیرمې لري او د دغو زیرمو په اغېزمنې کارونې سره کولی شي د سیمې او نړیوالو بازارونو اړتیاوو ته ځواب ووایي او د اقتصادي ودې لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.
د امریکا پخواني ځانګړي استازي د افغانستان او سعودي شرکت ترمنځ لاسلیک شوی تړون مثبت او هیلهبښونکی پرمختګ بللی دی.
نوموړي ویلي، افغانانو څو لسیزې جګړې تېرې کړې او اوس له پراخو اقتصادي اړتیاوو سره مخ دي؛ له همدې امله د پانګونې او اقتصادي فعالیتونو پراختیا د هېواد لپاره مهمه ده.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت هم د خصوصي پانګونې د پراختیا او د پانګهوالو د جذب لپاره د حقوقي او اداري اسانتیاوو د رامنځته کولو هڅې روانې بللې دي.
سرچینه: شرق نیوز

