د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان پر اوسني وضعیت، په بېلابېلو برخو کې پر شته فرصتونو او د افغانستان او امریکا د اړیکو پر هغو اړخونو خبرې شوې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې رول لري.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو د دفتر رئیس ضیا احمد تکل وايي، په دې لیدنه کې مولوي امیرخان متقي د ثبات، امنیت، اقتصادي ودې او ځانبسیاینې په برخو کې د پرمختګونو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان اوس د پانګونې لپاره له مناسب چاپېریال څخه برخمن دی.
تکل زیاتوي، زلمي خلیلزاد په یاده لیدنه کې په افغانستان کې شته امنیت او ثبات او د بیارغونې په برخو کې شوي پرمختګونه د ستاینې وړ بللي او هیله یې څرګنده کړې، چې افغانستان به د سوکالۍ، اقتصادي ودې او ځانبسیاینې په برخو کې لا ډېر پرمختګ وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو د دفتر رئیس وايي، خلیلزاد د افغانستان او امریکا د اړیکو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د رغنده تعامل په اړه هم خپل نظرونه شریک کړي دي.
راپور : مسعود عربزی

