د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ مزار دره چې وروستۍ زلزلي پکې زرګونه خلکوته مرګ ژوبله اړولي د څښاک د پاکو اوبو چیني او پایپ سکیمونه يې هم لمنځه وړي چې له امله يې خلکو ته ګڼې ستونزې پیدا کړي دي.
که څه هم په مزار دره کې اوس مهال د خلکو شتون کم دی او په جوړو شوو مېشت غالو کې ژوند کوي خو ځايي خلک د اوبو رسولو په برخه کې د مسولینو څخه جدي غوښتنه کوې.
په ورته مهال د کونړ ولایتي ادارې مسولین بیا ډاډ ورکوي چې د زلزله ځپلو لپاره يې د ټولو اسانتیاوو په رامنځته ته کولو کې هڅې پیل کړي او هغوۍ ته به په بیلابیلو برخو کې خدمات وړاندې کیږي.
دوۍ پرموسیساتو او نړیوالو ټولنو غږ کوي چې د زلزله ځپلو سره په بیلابیلو برخو کې همکاري وکړي.
نه یوازې د کونړ نورګل ولسوالۍ مراز دره چې خلک پکې د اوبو د نشتون او اوښتي زیان په اړه غوښتنې کوې بلکې د څوکې ولسوالۍ دیوه ګل دره کې هم خلک د ورته ستونزې سره مخ دي
راپور : پرویز مومند

