د امریکا د نیویارک ښار په مشهور ټایمز سکوېر کې د چړې په برید کې یو کس وژل شوی او بل کس ټپي شوی دی.
پولیسو بریدګر په ډزو وژلی دی.
د نیویارک پولیسو ویلي چې تر اوسه داسې شواهد نه دي موندل شوي چې پېښه دې له ترهګرۍ سره تړاو ولري.
ټپي کس روغتون ته انتقال شوی او د هغه روغتیايي وضعیت ثابت بلل شوی دی.
سرچینه : شرق نیوز

