د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په کامې ولسوالۍ کې یو ځوان ځانوژنه کړې ده.
د امنیې قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد، د وژل شوي ځوان د کورنۍ له قوله ویلي، چې نوموړي له خپلې کورنۍ څخه بهر هېواد ته د تګ لپاره د پیسو غوښتنه کړې وه؛ خو کورنۍ یې ورسره مالي مرسته نه وه کړې.
د حماد په وینا چې له دې پېښې وروسته دغه ځوان له کورنۍ خپه شوی و او ځانوژنه یې کړې ده.
تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د کورني تاوریخوالي له امله د ځانوژنې زیاتې پېښې شوې دي.
سرچینه: امید راډيو

