د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د کویټ د «السایر» سوداګریز شرکت له اجرائیوي رئیس او مخکښ پانګوال محمد ناصر محمد السایر سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان پر روان وضعیت، امنیت، ثبات، سوداګرۍ او پانګونې بحثونه وشول.
مولوي امیرخان متقي په دې لیدنه کې د افغانستان او کویټ ترمنځ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې، د «السایر» سوداګریز شرکت اجرائیوي رئیس محمد ناصر محمد السایر افغانستان ته د خپل سفر خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې غواړي له افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې پیل او پراخې کړي.
نوموړي زیاته کړه چې د «السایر» شرکت پلان لري له افغانستان څخه کویټ او د سیمې نورو بازارونو ته وچې او تازه مېوې صادرې کړي.
په دې کتنه کې دواړو لورو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا، د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا، د سوداګرو او پانګوالو د تګ راتګ پر اسانتیاوو او په افغانستان کې د پانګونې له شته فرصتونو څخه پر اغېزمنې ګټې اخیستنې ټینګار وکړ.
همداراز، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د بهرنیو بازارونو موندل او د کویټ له لارې نړیوالو بازارونو ته د صادراتو د پراختیا امکانات هم د دواړو لورو د بحث مهم موضوعات وو.
راپور : مسعود عربزی

