د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو د بیا پیل لپاره تهران ته تللی دی.
پاکستاني سرچینې وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له منیر سره تر سفر مخکې خبرې کړې او له پاکستانه یې غوښتي چې له خپل نفوذه په استفادې ایران بېرته خبرو ته وهڅوي.
د پاکستان پوځ وايي، د منیر سفر د سیمهییزې سولې او ثبات لپاره د اسلاماباد د هڅو برخه ده.
تمه ده نوموړی په تهران کې د ایران له لوړپوړو چارواکو سره د امریکا او ایران د کړکېچ ترڅنګ، د سعودي عربستان امنیتي وضعیت او سیمهییزو مسایلو په اړه هم خبرې وکړي.
سرچینه : شرق نیو ز

