د بهرنیو چارو وزارت د لومړي سیاسي ریاست مشر مولوي شعیب بریالي، د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو وزیر له سلاکار داتو احمد اعظم سره لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې چې په مالیزیا کې د افغانستان د سفارت سرپرست نجیبالله احمدي هم حضور درلود، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې وشوې.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دواړو لورو د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دغه اړیکې باید د متقابلو ګټو پر بنسټ پراختیا ومومي.
په دې ناسته کې د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراخېدو په موخه د لا زیاتو فرصتونو پر رامنځته کولو هم ټینګار شوی دی.
سرچینه : مالیزیا کې افغان سفارت

