د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وايي، افغانستان به په هېڅ برخه کې د بهرنیو هېوادونو تابع نهشي او د هغوی فرمایشونه به ونه مني.
مجاهد وایي، ازادي د یوه ملت د ژوند اساسي اړتیا ده او افغانان باید د خپلواکۍ د ساتنې لپاره خپلمنځي یووالی پیاوړی کړي.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان پر هېڅ هېواد د تېري نیت نهلري او له هغو هېوادونو سره خبرو او تعامل ته چمتو دی چې متقابل احترام ته ژمن وي.
دفاع وزير همداراز ويلي، هڅې روانې دي چې افغان پوځ په عصري ځمکنیو او هوايي وسایلو سمبال او لا پیاوړی شي.
مسعود عربزی

