د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د ننګرهار ولایت په «لعلپورې» ولسوالۍ کې د زرګونه مرمۍ او نظامي تجهیزاتو له کشف او ترلاسهکېدو خبر ورکړی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې دا مهمات د یادې قول اردو د عبدالله بن زبیر رض دویمې سرحدي لوا ځواکونو له لوري ترلاسه شوې چې ۱۰ د ۸۲ مليمتري توپ مرمۍ، زرګونه د دهشکې مرمۍ او نور نظامي تجهیزات شامل دي.
سرچینې لیکلي چې ترلاسه شوي مهمات به قانوني مرجع ته وسپارل شي.
مسعود عربزی

