د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سیدکریم هاشمي د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند سره د سوداګرو پر ستونزو او په سوداګریز سکټور کې د شته ننګونو په اړه خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې د تورخم او چمن پر لارو د سوداګریزو توکو او وسایطو د ځنډ، د وسایطو د درولو د لوړو لګښتونو او سوداګرو ته د اوښتو زیانونو په اړه بحث شوی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا، د مالیاتو د کمښت او له زیانمنو شویو سوداګرو څخه د ملاتړ موضوع هم د دې ناستې له مهمو بحثونو څخه وه.
په پای کې د یوې ګډې کمېټې د جوړېدو وړاندیز شوی، څو سوداګرو ته د اوښتو ثبت شویو زیانونو ارزونه وکړي او د هغوی د ستونزو د حل لپاره عملي لارې چارې وړاندې کړي.
مسعود عربزی

