کورنیو چارو وزارت وایي د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ کې، دوه تنه مشکوک کسان له یو شمېر سپکو او درنو وسلو او مهماتو سره نیولي دي .
دغه وزارت لخوا خپره شوې خبرپانه کې راغلي له نیول شویو کسانو څخه د تالاشۍ پر مهال ۵ میله کلاشینکوفونه، ۳۱ د کلاشینکوف شاجورونه، ۴ د راکټ مرمۍ، ۶ صندوقه د کلاشینکوف مرمۍ، یوه بکس د پیکا مرمۍ او ۳ لاسي بمونه کشف او ضبط شوي.
سرچینې زیاته کړې نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته د قانوني پړاوونو د تېرولو په موخه اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
سرچینه : کورنیو چارو وزارت

