د کورنیو چارو وزارت وایي، د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په تخار ولایت کې یو کس هغه مهال نیولی چې غوښتل یې ۲۹ کیلوګرامه تریاک قاچاق کړي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، یاد کس نشهيي توکي په یوه موټر کې په پټه ځای پر ځای کړي وو، خو د امنیتي ځواکونو له خوا تر پېژندنې وروسته ونیول شو.
په یوه بله جلا پېښه کې، د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې دوه کسان له ۲ زره او ۳۶۵ نشهيي ګولیو سره نیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت وایي، د نیول شویو کسانو دوسیې تر څېړنې لاندې دي او د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې عملیات به دوام ولري
مسعود عربزی

