د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني پکتیا ولایت ته د سفر پر مهال د څمکنیو ولسوالۍ د وروستي برید د قربانیانو له کورنیو سره لیدلي او له هغوی سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د قربانیانو کورنیو ویلي چې د دغه برید ټول شهیدان شوي کسان ملکي وګړي، ښځې او ماشومان وو.
په دې لیدنه کې قومي مشرانو د زیانمنو کورنیو سره د اسلامي امارت له مرستو مننه کړې او د دغو مرستو د دوام غوښتنه یې کړې ده.
مسعود عربزی

