د افغانستان د اسلامي امارت ویاند، ذبیحالله مجاهد، په اسلاماباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو چارو وزیرانو د نهمې غونډې په اړه غبرګون کې ویلي، چې د اسلامي همکاریو سازمان هغه هڅې چې د اسلامي هېوادونو او مسلمانو ملتونو د هوساینې لپاره ترسره کوي، د ملاتړ او ستاینې وړ دي.
مجاهد ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو حقوق د اسلامي شریعت له نظره تأمین شوي دي.
هغه زیاته کړې چې اسلامي همکاریو سازمان، د خپل اسلامي ماهیت له امله، هغو حقونو ته پاملرنه کوي چې اسلام ښځو ته ټاکلي دي.
د اسلامي امارت ویاند ویلي چې اسلامي امارت ځان مکلف ګڼي څو د ښځو حقوق او اړتیاوې د هغه چوکاټ له مخې برابرې کړي چې شریعت ورته ټاکلی دی.
هغه زیاته کړه چې افغانستان نه شي کولای د ښځو لپاره هغه حقوق تعریف کړي چې د نورو سازمانونو د غوښتنو یا د هغو ارزښتونو پر بنسټ وي چې د هغه په وینا له لوېدیځ فرهنګ سره تړاو لري او یا هم د شریعت له نظره د منلو وړ نه وي.
مجاهد وویل چې اسلامي امارت د اسلامي علماوو له لوري اداره کېږي، او د هغه په وینا، دغه علما د اسلامي احکامو او حقوقو په اړه ښه پوهه لري.
هغه ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې ښځې له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې دي.
راپور : مسعود عربزی

