حکومتي سرچینو رسنیو ویلي چې له پنجشنبې ورځې راهیسې په ګمرکونو کې د ښي لاس شټرېنګ لرونکو موټرو واردولو اجازه درول شوې ده.
دا پرېکړه د وزیرانو شورا د ۲۰مې فیصلې پر بنسټ شوې ده او د مالیې وزارت ګومارل شوی چې د هغو موټرو د واردولو مخه ونیسي چې د افغانستان د چلوونې له سیستم سره سمون نه لري.
د اسلامي امارت د ګمرکونو عمومي ریاست هم د یوه مکتوب له لارې دا پرېکړه ټولو ګمرکي ادارو ته لېږلې او د پلي کولو غوښتنه یې کړې ده.
دا نوی بندیز د هغه سیاست دوام دی چې اسلامي امارت له ۲۰۲۵ کال راهیسې د ښي لاس شټرېنګ یا د افغانستان خلاف لاس موټرو د وارداتو او تګ راتګ د محدودولو لپاره تعقیب کړی دی.
په افغانستان کې پر سړکونو له ښي لوري له خوا تګ راتګ کېږي او ډېری ګاډي کېڼې خوا ته شټرېنګونه لري.
د اسلامي امارت د ترافیکو ادارې چارواکي وايي چې ښي شټرېنګ لرونکي موټر په هېواد کې د ترافیکي پېښو له مهمو لاملونو ګڼل کېږي.
د دغې ادارې مسوولینو مخکې ویلي وو چې د دې موټرو د تګ راتګ د محدودولو پلان لري.
سرچینه : بي بي سي

