ننګرهار کې په بټي کوټ ، کامې ، ګوشتې ، رودات ، بهسود ، کوز کونړ ، مهمندرۍ او لعلپورې ولسوالیو کې په څلور څلوېښت زره هکتاره ځمکه هندواڼۍ کرل شوې چې د اټکل له مخې به ترې څلور څلوېښت زره نهه سوه میټریک ټنه حاصل ترلاسه شي.
مسوولین وايي سږ کال د تېر په پرتله په دغه ولایت کې د هندواڼو کرکیله کمه وه ، چې لامل يې د هندوآڼو پر ځای د بزګرانو لخوا په کروندو کې د ژر حاصل ورکوونکو سبزیو کښت دی.
بزګران بیا د هندواڼو له سږني حاصل خوښ دي ، خو زیاتوي چې بازار کې نرخ خورا کم دی ، چې د دوي لګښتونه نه پوره کوي.
دوي په دغه برخه کې د حکومته د کروندګرو د لاسنیوي غوښتنه کوي.
په دغه ولایت کې د هندواڼو پلورونکي بیا سږ کال د وزن ، خوږوالي له امله هندواڼۍ خورا ښي بولي او وايي چې بازار يې هم تر پخوا ښه دی.
د یادونې وړ ده چې د هندواڼۍ وراخوا يو شمیر بزګرانو په خپلو کروندو کې د خټکيو کرکیله هم کړې چې ښه حاصل يې ورکړي او بازار يې هم خورا ښه دی.
راپور : سباوون ساحل

