د ننګرهار ولایت په بټيکوټ ولسوالۍ کې د پاکو اوبو رسولو یوه نوې شبکه له بشپړېدو وروسته د سیمې اوسېدونکو ته وسپارل شوه، چې ورسره سلګونه کورنیو او زدهکوونکو ته د څښاک پاکو اوبو د لاسرسي ستونزه هواره شوه.
چارواکي وایي، یاده پروژه د نړیوالو مرستندویه ادارو په همکارۍ د څه باندې پنځو میلیونو افغانیو په لګښت پلې شوې ده.
د پروژې په چوکاټ کې یوه ژوره څاه کیندل شوې، د اوبو د ذخیرې ټانک جوړ شوی او د لمریزې برېښنا په مټ د اوبو د استخراج او انتقال اړین تجهیزات نصب شوي دي.
همداراز د سیمې بېلابېلو برخو ته د اوبو رسولو لپاره څو کیلومتره پایپونه غځول شوي، څو د اوسېدونکو اړتیاوې په ښه ډول پوره شي.
د مسؤلینو په وینا، د پروژې د عملي کېدو پر مهال لسګونو کسانو ته د کار فرصتونه برابر شوي وو، او اوس به له دې شبکې څخه شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ او نږدې ۲۰۰۰ زدهکوونکي ګټه پورته کړي.
د سیمې اوسېدونکي د دې پروژې بشپړېدل د پاکو اوبو د کمښت د ستونزې د حل په برخه کې مهم ګام بولي او هیله څرګندوي چې ورته نورې پراختیایي پروژې هم پلي شي.
راپور: شمس الرحمن(صاحبزاده)

