امنیتي ځواکونو د ننګرهار په جلالآباد ښار کې هغه کارخونه کشف او وتړله، چې په کې حیواني درمل په تقلبي ډول تولیدېدل او د بهرنیو هېوادونو په نوم پرې جعلي سټیکرونه لګول کېدل.
د مسؤلینو په وینا، له یادې کارخونې څخه ۳۵۰۰ کارتنه تقلبي حیواني درمل ترلاسه شوي او د کرنې ریاست ته سپارل شوي دي. د پېښې په تړاو درې تنه نیول شوي، چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.
د مالدارۍ متخصصین وایي، غیر معیاري او تقلبي درمل د څارویو روغتیا ته جدي ګواښ پېښوي او مالدارانو ته ستر مالي زیانونه اړوي. بل لور ته، د کورنیو تولیدي شرکتونو استازو د امنیتي ځواکونو دا اقدام د سالمې سوداګرۍ او د معیاري تولیداتو د ملاتړ لپاره مهم بللی دی.
راپور: شمس الرحمن(صاحبزاده)

