د برېتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر د لومړي وزیر او د کارګر ګوند د مشر په توګه استعفا ورکړې ده.
د استعفا له وړاندې کولو مخکې سټارمر وویل چې د کارګر ګوند مشري داسې مهال په میراث ورپاتې شوه چې دغه ګوند له سیاسي اقتصادي او د باور له پلوه دیوالیه و
کېیر سټارمر چې د ۲۰۲۴ کال د جولای په عمومي ټاکنو کې د کارګر ګوند له پراخې بریا وروسته د برېتانیا لومړی وزیر ټاکل شوی و، د لومړي وزیر دفتر مخې ته په خپله وینا کې وویل چې هغه د برېتانیا له پاچا سره خبرې کړې او خپله پرېکړه یې ورته رسماً اعلان کړې ده.
هغه ویلي چې د کارګر ګوند له ملي اجرائیه کمېټې څخه یې غوښتنه کړې چې د نوي مشرتابه د ټاکنو لپاره مهالوېش جوړ کړي او د نوماندانو د نوملیکنې بهیر دې پیل کړي، څو دا پروسه د اوړي تر رخصتیو مخکې بشپړه شي او تر سپتمبر پورې نوی مشر وټاکل شي.
سټارمر زیاته کړه چې تر هغه وخته به دی د لومړي وزیر په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي، ترڅو نوی ځایناستی وټاکل شي،

