د غزني ښاروالۍ له خوا په دغه ولایت کې د ۳۰۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د «سلطان محمود غزنوي» په نوم تر ځمکې لاندې د یوه لوی او معیاري سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د غزني ښاروال ابو محمد ثابت په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې وویل چې دغه پروژه د ښار د اقتصادي ودې، پراختیا او ښاري نظم د پیاوړتیا لپاره یوه مهمه او بنسټیزه پروژه ده، چې د ښار په مرکزي برخه کې به پلې شي.
د نوموړي په وینا، یاد مارکېټ به د فرخي څلورلارې څخه تر کلاسبز څلورلارې پورې د سړک دواړو غاړو ته تر ځمکې لاندې جوړ شي او له بشپړېدو وروسته به د سوداګرو لپاره منظم او معیاري کاري چاپېریال برابر کړي.
د معلوماتو له مخې، په دغه پروژه کې شاوخوا ۷۰۰ سوداګریز دوکانونه جوړېږي، او ترڅنګ به یې جومات، هوټلونه، بانکونه، د ساتونکو خونې او نورې اړینې اسانتیاوې هم موجودې وي.
چارواکي وایي، د دې پروژې د پلي کېدو پر مهال او له بشپړېدو وروسته به سلګونو کسانو ته د کار مستقیم او غیرمستقیم فرصتونه برابر شي.
د پروژې د پلي کوونکي خصوصي شرکت د معلوماتو له مخې، دا مارکېټ به د دوو کلونو په موده کې بشپړ شي او په لوړ کیفیت او معیاري ډول به جوړ شي، چې شاوخوا ۴ زره کسانو ته به په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.

